عاجل خبرونه

یوناما په شخړو کې د ملکي خلکو د مصونیت په اړه کلنی راپور خپور کړ

(Last Updated On: February 14, 2016)

vlcsnap-2016-02-14-11h51m30s0په دې راپور کې په ډاگه شوې، چې په ۲۰۱۵ کال کې ۱۱۰۰۲ ملکي وگړی زیانمن شوي، چې ۳۵۴۵ تنو یې ژوند له لاسه ورکړی او ۷۴۵۷ نور یې ټپیان دي.

دغه ملکي زیان د ۲۰۱۴ کال په پرتله ۴ سلنه ډېر والی ښیي.

د ملگرو ملتونو خاص استازی وایي، دا شمېر ملکي خلک د تېر کال په جگړو کې وژل شوي، چي د ډاډ وړ شمېر دی او تېروتنه په کې ځای نه لري.

هغه هغه زیاتوي، زمونږ کلنی راپور هر کال له خپریدو مخکې د جگړې ټولو اړخونو ته وړاندې کیږي، چې ډاډمن شو بیا یې خپروو.

هغه وایي؛ مونږ پوهیږو، چې ټول اړخونه د ملکي تلفاتو په مخنیوي کې همغږي دي؛ خو نښتې یې تلفات لري.

د یادونې وړ ده، چې یوناما د ملکي تلفاتو په اړه له ۲۰۰۹ کال راهیسې کار پیل کړی دی.

About Ariana News

Avatar

Check Also

ولسي جرګې د ریاست جنجالي رایې ته د بیا رای اچونې پرېکړه وکړه

(Last Updated On: June 17, 2019)د ولسي جرګې غړیو د سې شنبې پر ورځ( د …