عاجل خبرونه

یوازې بایومتریک رایې به د راتلوونکي مشر برخلیک ټاکي- کمیسیون

(Last Updated On: November 15, 2019)

د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییسه پر بایو متریک رایو ټینګار کوي او وایي؛ تر هغې، چې د ټاکنو بهیر په تړاو څېړنې وروستۍ نشي، د ټاکنو لومړنۍ پایلې هم نه اعلانیږي.

که څه هم تمې دي، چې ټاکنو خپلواک کمیسیون به د خلکو د رایو برخلیک روښانه او د ټاکنو پایلې به اعلان کړي؛ خو د کمیسیون رییسې حوا نورستانۍ ویلي، چې د رایو بیا شمېرنه او پلټنه به په ټاکنیز بهیر کې د روڼتیا لپاره تر سره شي او په ټاکنیزو چارو کې به هیچا ته د مداخلو اجازه ورنکړ شي او د دې ملي بهیر د ننګونې مخه هم نیسو.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییسه حوا علم نورستانۍ وایي، چې د پایلو ځنډ د هېواد په ګټه ندی؛ پر بشپړ رڼښت ټینګارکوو، تر فشار لاندې نه راځو. که اړ شو صندوقونو ته ورګرځو؛ بې بایو متریک رایې باطلوو او په دې توګه به روانې ستونزې حل شي.            

نوموړې ټینګار کوي، چې که څه هم د رایو بیا شمېرنه دریدلې؛ خو ژر به دا ملي بهیر بیا  پیل شي.

د نوموړې د څرګندونو له مخې؛ له دې ملي بهیر سره خیانت نه کوو. هرڅوګ، چې ګټونکی و؛ هغه به اعلام شي، خو د رایو بیا شمېرنه پیلیږي. مونږ اړ یو، چې دا بهر پیل او د رایو پلټنه او شمېرنه پیل او د ټاکنو کمیسیون قانوني کړنلارې باید بشپړې شي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

په حکومت کې د فساد سترې دوسیې څېړل شوې ندي

(Last Updated On: December 10, 2019)د افغانستان رونټیا څار بنسټ څرګنده کړې، چې د پخواني …