عاجل خبرونه

یاري: په تیره یوه اونۍ کې مو د ۳۲ تړونونو ارزونه کړې

(Last Updated On: جون 17, 2015)

vlcsnap-2015-06-17-19h13m59s132

د تداروکاتو د ملی ادارې مسولین وايي؛ په تیره یوه اونۍ کې يي د نږدې دوه دیرشو دولتي تړونونو ارزونه کړې چې اوولس تړونونه منل شوي نور یې د شته ستونزو له امله بیرته رد شوې دي.

د دغې ادارې رییس یما یاري وايي چې له دې کارڅخه يي موخه په دولتی تړونونو کې د شفافیت رامنځ ته کول دی.

ښاغلی یاري وايي؛ په تیره اونۍ کې د حکومت ۳۲ قرادادونه چې څه باندي ۵ ملیارده افغانیو په ارزښت دي، وڅیړل چی له دی جملې ۱۷ قرادادونه د ۳ ملیارده افغانیو په ارزښت تاید، ۳ قردادونه رد او ۴ چی ستونزې یې درولودې، د اصلاح لپاره واستول شول.

هغه وایي؛ له دې جملي څخه ۱۳ د ملی وفاع وزارت په تړونونو کې ۳۱۱میلونه افغانی د تیرکال دورته قراداد په پرتله حکومت ته پاتي شوي دي او ۴۰۰ میلونه افغانۍ د حج د زایرینو له خوا دولت ته د تیر کال په پرتله ګټه پاتې شوې.

له څیړنې څخه مو موخه داده چې قرادادونه له هر پلو پوره شفافیت رامنځ ته کړي او د تیر په څیر په تونونو کې د ستونزو مخه ونیول شی، قراردادونه له هر پلوه ارزول کیږی.

د افغانستان دتداروکاتو ملي ادارې رییس وايی له دې ورورسته به ټول د ولتی اداروقردادونه په پوره دقت سره ددغې ادارې له خوانه ارزول کیږی،چې په پایله کي په ملیاردونه افغانې دافغانستان حکومت ته ګټه هم پاتی کیږي.

خبریال: اسلم حجاب

About Ariana News

Check Also

هیله ده، چې له ولسمشریزو ټاکنو مخکې د سولې په اړه هوکړه وشي- خلیلزاد

(Last Updated On: نوومبر 18, 2018) د افغانستان د سولې په اړه د امریکا ځانګړي …