عاجل خبرونه

ګیاني انفنتینو د فیفا د مشرتابه له پاره بیا د رایو غوڅ اکثریت خپل کړی

(Last Updated On: فبروري 27, 2016)

vlcsnap-2016-02-27-11h54m28s233  تېره ورځ د سویس په زوریخ کې فوتبال نړیوال فدراسیون فیفا   مشر ګیاني انفنتینو یو ځل بیا د یو سل و پېنځلس رایو په ګټلو  د فیفا د نوي رییس په توگه غوره  شو

ښاغلي انفنتینو د فیفا د مشرتابه له دوه سوه اووه رایو څخه یو سل و پېنځلس رای خپلې کړې، چې د رایو غوڅ اکثریت کیږي.

هغه په دوه یم پړاو ټاکنو کې د بحرین اوسیدونکي شیخ سلمان ته ماتې ورکړه، چې آته اتیا رای یې ترلاسه کړې وې.

همداشان د اردن شهزاده علي څلور رای ترلاسه کړې؛ خو فرانسوي جرومي چمپین هیڅ رایه ترلاسه نه کړه.

د فوتبال په نړیوال فدراسیون کې دوه سوه نهه هېوادونه غړیتوب لري؛خو کویت او اندونیزیا  په کې  له برخې اخستنې  بې برخې دي  او یوازې  د دوه سوه اووههېوادونو د فوتبال مشران په رای اچونه کې حاضر ول.

About Ariana News

Check Also

یما سعیدي یوځل بیا د سوک وهنې سازمان د اتلوالۍ له کمر بند دفاع وکړه

(Last Updated On: فبروري 17, 2019) د هېواد مسلکي سوک وهونکي یما سعیدي تېره شپه …