په هغه ناسته کې، چې نن له غرمې مخکې د هېواد په فوتبال فدراسیون کي ترسره شوه؛ د هېواد فوتبال فدراسیون فني مرستیال محمد یوسف کارګر د یوه کال لپاره له ګلبهار خیریه بنسټ سره تړون لاسلیک کړ، چي له دې وروسته به د هېواد فوتسال ملي لوبډلې د سفرونو او تمریني کلپونو ټول لګښت د یوه کال لپاره د یاد بنسټ لخوا ورکول کیږي.
د هېواد فوتسال ملي لوبډله په اوس وخت کې د نړۍ ۸۷ او په آسیا کي ۲۲ ځای لري.