عاجل خبرونه

ګلبدین حکمتیار د کابل د چارشنبې ورځې د برید عاملان مزدوران بولي

(Last Updated On: June 02, 2017 5:57 pm)

د حزب اسلامي رهبر وایي، په کابل کې د چهارشنبې ورځې د پیښې عاملان مزدوران دي، چې په اسلام هیڅ باور نه لري اونه دا خونړۍ پېښه له اسلام سره  اړخ لګوي. د افغانستان د خلکو ستر ماموریت اوس د جګړې پای ته رسول دي.

په کابل کې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د  خپلو پلویانو په یوه غونډه کې د ښځو  او کورنیو د حقونو پر ارزښت خبرې وکړې او دا یې په ډاګه کړه؛ یو شمېر جاهلان فکر کوي، چې له دې لارې کولی شي اسلام ته خدمت وکړي؛ خو اسلام د بې ګناه خلکو وژنه جایز کړې نه ده.  

ښاغلی حکمتیارد خبرو اترو له لارې په افغانستان کې د سولې پر ټینګښت ټینګار کوي او وایي، زمونږ بنسټیز کار د جګړې پای ته رسول دي.

طالبانو  له روژې مخکې په یوه خبرپاڼه کې ویلي وه، چې د امنیتي ځواکونو په وړاندې به بریدونه روان ساتي.

د ملي امنیت ریاست د چهارشنبې ورځې برید د حقاني شبکې کار بولي، چې په وینا یې د آی اس آی په ملاتړ تر سره شوی دی.

About Ariana News

Check Also

د هند اعلان شوې مرستې به د اقتصادي پراختیا لامل شي

(Last Updated On: September 20, 2018 4:55 pm) د هېواد د سوداګرۍ نړیوالې خونې مسوولین …