عاجل خبرونه

ګاونډ هېوادونه دې د افغانستان په امنیتي پیاوړتیا کې رغنده رول ولوبوي-پیتر کوک

(Last Updated On: October 15, 2016 3:36 pm)

vlcsnap-2016-10-15-15h10m41s4

د امریکا دفاع وزارت په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت لپاره د ګاونډ هېوادونو رول مهم بولي او له دې هېواد څخه د واشنګتن د ملاتړ پر دوام ټینګار کوي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند پیتر کوک وایي؛ زه فکر کوم، چې مونږ پردې ډېرې خبرې کړي، چې ګاونډیان کولی شي له افغانانو سره د هغوی د هېواد د امنیت په ساتنه کې رغنده رول ولوبوي.

 د افغانستان د ګاونډ هېوادونو رول، چې دا مهال له ننګونو سره مخ دی، مهم دی. مونږ له افغانستان څخه د ملاتړ په هڅه کې یو. فکر کوم، چې دفاع وزیر د افغانستان د ګاونډیو د ارزښت په اړه، چې یو مثبت رول ولوبوي، خبرې کړي او د ستاینې وړ دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا له اسلام آباد څخه د واشنګتن غوښتنه په ډاګه کړه، چې پیغام یې د ترهګرو ډلو په وړاندې مبارزه او د ترهګرو ډلو د فعالیتونو غیرقانوني کول دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مرستیال مارک تونر وایي، مونږ له پاکستان څخه بیا هم غواړو، چې په خپله خاوره کې د ترهګرو په وړاندې مبارزه وکړي او د هغو ترهګرو ډلو مشروعیت پای ته ورسوي، چې په هغه هېواد کې فعالیت لري. مونږ غواړو، چې له پاکستان سره د ترهګرۍ خلاف مقابله کې همکاري وکړو. مونږ له پاکستان څخه غواړو؛ هغو ترهګرو پسې دې ورشي، چې د امن پناه ځایونو په لټه کې دي او ځینې مهال د پاکستان په خاوره کې خوندي پناه ځایونه تر لاسه کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان ځواکونو مخکې ویلي وه، چې ترهګر او پاکستاني جنګیالي د طالبانو تر څنګ له افغان ځواکونو سره په بېلابېلو ولایتونو کې جنګیږي.

خبریال: فهیم نوري

About Ariana News

Check Also

د هند اعلان شوې مرستې به د اقتصادي پراختیا لامل شي

(Last Updated On: September 20, 2018 4:55 pm) د هېواد د سوداګرۍ نړیوالې خونې مسوولین …