کومندو ځواکونه د قیصاري په نیولو کې ښکېل نه دي- دفاع وزارت

(Last Updated On: جولای 17, 2018)

ملي دفاع وزارت وايي، نظام الدین قیصاري د فاریاب پوځي شورا نیولی او د ملي اردو ځانګړي ځواکونه په کې ښکېل نه دي.

د ملي دفاع وزارت د ویاند د دفتر سرپرست محمد رادمنش وایي، چې نظام الدین قیصاري د فاریاب پوځي شورا نیولی او یوازې د ملي دفاع وزارت الوتکې کابل ته رالیږدولی دی.

د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم د دفتر رییس بابر فرهمند د دفاع وزارت خبرې ردوي او وایي، د نیولو خبر یې د لومړي ځل لپاره د ۲۰۹ شاهین قول اردو لخوا خپور شو، چې دا کار په پېښه کې د ځانګړیو ځواکونو ښکېلتیا ښيي.

د عبدالرشید دوستم پلویانو په شمال کې اعتراضونه پیل کړي او غواړي، چې قیصاري راخوشې او دوستم هم هېواد ته بېرته را ستون شي.

خبریاله: سپوږمۍ معاني

About Ariana News

Check Also

د اسلام د ستر پیغمبر میلاد په ارګ او د هېواد په نورو برخو کې ونمانځل شو

(Last Updated On: نوومبر 20, 2018) ولسمشر غني د میلاد النبي په مراسمو کې څرګنده …