عاجل خبرونه

کوریاګانو په لنډمهاله توګه د پروپاګند لودسپیکرونه بند کړي

(Last Updated On: اپریل 23, 2018)

د جنوبي کوریا حکومت وايي، په لنډمهاله توګه د دواړو کوریاګانو سرحد ته نږدې هغه لودسپیکرونه بند دي، چې د پروپاګند خپرولو لپاره لګول شوي.

د جنوبي کوریا دفاع وزیر نن دوشنبه وویل، چې دا کار یې د دواړو کوریاګانو ترمنځ د پوځي کړکیچ د کمولو او د خبرو لپاره د فضا د ارامولو لپاره کړی دی.

د جنوبي او شمالي کوریاګانو رهبران به د جمعې پر ورځ سره ګوري.

دا په تېره یوه لسیزه کې لومړی ځل دی، چې د دواړو کوریاګانو د دولتونو رهبران سترګې په سترګو کیږي.

شمالي او جنوبي کوریا له ۱۹۶۳ میلادي کال راپدیخوا، هر یو له خپل لوري د پروپاګند ځانګړي پروګرامونه لري، چې یوازې د ډېرو ښو اړیکو په وخت کې یې بندوي.

About Ariana News

Check Also

اجرائیه رییس عبدالله د ايران له ولسمشر سره لیدلي

(Last Updated On: سپتمبر 25, 2018) د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس داکتر …