عاجل خبرونه

کورنیو چارو وزارت د ودانیزو شرکتونو د اتحادیې خېمه ورټوله کړه

(Last Updated On: جولای 28, 2018)

کورنیو چارو وزارت د اعتراض کوونکیو له وروستي ګواښ یوه ورځ مخکې د ودانیزو شرکتونو د اتحادیې  خېمه ورټوله کړه.

د دغې اتحادیې اعتراض کوونکیو ویلي، چې سهار مهال درې بجې پرې یرغل وشو؛ خېمه یې ورته له منځه یوړه او دوی اړ شول، چې د دارالامان لویه لار د ترافیکو پر مخ وتړي.

یوه ورځ مخکې د ودانیزو شرکتونو اتحادیې غړیو ګواښ کړی و، چې که کورنیو چارو وزارت یې پورونه ورنکړي د یکشنبې پر ورځ به د دارالامان سړک وتړي او د دغه وزارت د تعمیراتو ریاست مخامخ به ځانونه وسوځوي؛ خو پولیسو یې له ګواښ یوه ورځ مخکې لګیدلې خېمه ور ټوله کړه.

دوی دغه خېمه د خپلو پورونو د ترلاسه کولو لپاره دوه اوونۍ وړاندې لګولې وه.

له هغې وروسته، چې د دوی خېمه ورټوله شوه؛ دوی هم له پولیسو سره ښکېل شول او د دارالامان لویه لار یې د ترافیکو پر مخ وروتړله. 

د دغې اتحادیې یو غړی وایي، لسمشر اشرف غني دې وپوهیږي، چې دوی غله دي او مونږ خپل حق غواړو.

د اتحادیې یو بل غړي ویلي، چې مونږ کار کړی زحمت مو ایستلی او  پیسې مو لګیدلي دی. مونږ له خپل حقه نه تېریږو او خپلې لګیدلې پیسې غواړو.

کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وایي، یو پلاوي د دغې ستونزې د حل لپاره ټاکل شوی او کورنیو چارو وزیر به هم له دوی سره خبرې وکړي. مونږ به له پلټنې وروسته هغو شرکتونو ته، چې مستحق دي پیسې ورسپارو.

کورنیو چارو وزارت له ۱۳۹۱ څخه تر ۱۳۹۵ کلونو پورې د ۳۲۰ ودانیزو پروژو له کبله ۷ میلیارد افغانۍ پوروړی دی.

About Ariana News

Check Also

اجرائیه رییس عبدالله د ايران له ولسمشر سره لیدلي

(Last Updated On: سپتمبر 25, 2018) د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس داکتر …