عاجل خبرونه

کورنیو چارو وزارت سفارتونو ته د پولیسو پر وردننه کیدو بندیز لګولی

(Last Updated On: December 29, 2018)

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په ډاګه کړې، چې سر له دوشنبې( د مرغومي ۱۰)څخه د دغه وزارت کارکوونکي او پولیس سرتېري سفارتونو ته د وردننه کیدو اجازه نلري.  

دغه وزارت د شنبې پر ورځ( د مرغومي ۸) په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې: د دغه وزارت د کارکوونکیو او ملي پولیسو د درنښت لپاره سر له دوشنبې(د مرغومې۱۰) څخه هیڅوک د رهبرۍ او استخباراتي څانګو له اجازې پرته د بهرنیو هېوادونو سفارتونو ته د وردننه کیدو اجازه نلري.     

د یاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ د کورنیو چارو وزارت ملکي او پوځي کارکوونکي اجازه نلري، چې د بهرنیو سفارتونو د خپلواکۍ، ملي ورځو او میلمستیاوو په ناستو کې ګډون وکړي.  

دغه راز ټینګار شوی، چې د سفارتونو د ساتنې کندکونه باید د پولیسو او کارکوونکیو له تګ راتګ څخه څارنه وکړي او دغه وزارت ته پخپل وخت راپور وړاندې کړي.

دغه راز زیاته شوې، چې له سرغړوونکیو سره به د جاسوسۍ د تور پر بنسټ قانوني چلند تر سره شي.  

دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې اوونۍ په وروستیو کې د ولسمشر د ملي امنیت د سلاکار لخوا کورنیو چارو وزارت ته امرالله صالح  د سرپرست وزیر په توګه ورپېژندل شوی دی.

About Ariana News

Avatar

Check Also

په کابل کې د یوې ډوډۍ وزن له ۲۲۰ ګرام څخه ۱۸۰ ته راټیټ شوی

(Last Updated On: December 5, 2019)د وارداتي اوړو د بیو د لوړوالي له کبله په …