عاجل خبرونه

که له پاکستان سره ترانزیتي ستونزې حل نه شي، د میوې صادرات به زیانمن شي

(Last Updated On: جون 6, 2015)

MEWA

د تورخم بندر نړیوالو بازارونو ته د افغانستان د میوو تر ټولو نږدې لار ده، چې چندان مناسب شرایط نه لري.

د سوداگرۍ او صنایعو خونې د صنایعو د پراختیا مسوول میرزمان پوپل وایي،هر کال نوي زره ټنه تازه میوې له هېواده صادریږي.

د میوو د صادرونکیو ټولنې رییس حاجي نجاوت وایي، اخازي او گمرکي ننگونې د تازه میوو د صادراتو په وړاندې اصلي ستونزې دي.

انار، انگور او زردالو هغه میوې دي، چې د دیورند کرښې له لارې اروپایی هېوادونو، هند او عربي متحده اماراتو ته صادریږي.

دا میوې ښه بازار لري؛ خو هر کال د څلور سوه ټنو میوو لیږد د ترانسپورت په ذریعه دا میوې له ایراني میوو سره له سیالیو لویږي.

د اړوند ادارو د څرگندونو له مخې، د میوود کلنيو حاصلاتو د تولید کچه په لاندې توگه اټکل شوې ده:

انار اویا زره ټنه،صادرات ۱۳ زره ټنه او انگور نهه سوه زره ټنه، صادرات۵۲ زره ټنه.

د میوو د صادراتو د پراختیا اداره وایي، په راتلونکیو کلونو کې د میوو د صادراتو د بهیر د ښه والي امکان شته.

په افغانستان کې هر کال زیاتې تازه میوې تولیدیږي؛ خو نړیوالو بازارونو ته یې لیږدول یوه جدي ستونزه ده، چې له نورو هېوادونو سره سیالي نه شي کولی.

خبریال: وحید نویسا

About Ariana News

Check Also

حکومت د سولې عالي مشورتي بورد غړي اعلام کړل

(Last Updated On: دسمبر 11, 2018) د افغانستان د ملي امنیت شورا په ډاګه کړې، …