که د عوایدو ادارې تر درې میاشتو خپل ټاکلي مالي هدفونه پوره نکړي، له دندو به لیرې شي

(Last Updated On: اګست 17, 2015)

vlcsnap-2015-08-17-16h04m40s107

د ماليې وزیراکلیل احمد حکیمي وایي، د ملي یووالي حکومت هوډ لري تر څو هیواد د خپلو لګښتونو په اندازه عواید ولري او د ځان بسیاینې په لور ولاړ شي، نو ټولې ادارې باید د عوایدو په راټولولو کې له پوره جدیت څخه کار واخلي.

د مالیی وزرات په روان مالی کال کې خپلو عوایدوته نږدې ۱۲۰ ملیارده افغانۍ هدف ټاکلی چې په دوه لومړيو مالي ربعو کې ټاکلي موخې ته نه دي رسیدیلي؛ د مالیی وزیر وایي چې دا ورته د منلو وړنه دی

ښاغلی حکیمي د هیواد ټولود ګمرکونو او د عوایدو د ادارو مسولینو ته خبرداری ورکوي؛ که خپلو ټاکلو هدفونو ته تر راتلونکو دریو میاشتو ونه رسیږی، نو له دندو به یې لیرې کړي.

هغه ژمنه چې تاسو کړې وه، اوس پکې پاتې راغلي یو؛ له ۶ تر ۷ ملیارده افغانیو په ارزښت ماته د منلو وړ نه ده. هر چا چې کاري غفلت کړی، باید تردریو میاشتو خپلو ټاکليو هدفونو ته ورسیږی؛ کنه د مالیې وزارت کې دنده نشي اجرا کولای.

د هیواد د یوشميرولایتونود ګمرکونو اوعوایدومسوولین بیلا بیل نظرونه لري.

په شمال کې د اندخوۍ دګمرک رییس – فضل الله فضل وایي چې ۵۵ سلنه یې عواید کم شوی:

د نا امنیوله امله موپه عوایدو کې ۵۵ سلنه کمښت راغلی. نه یواځې د اندخوی، بلکه د ټول شمال د ګمرکونو عواید کم شوي.

په همدې وخت کې د فراه ولایت د ګمرک مسوولین بیا وایي چې د تیر کال په پرتله یې عواید زیات شوي.

د فراه د ګمرک رییس – اجر خان زهیر:

زموږ په عوایدو کې دپام وړ زیاتوالی راغلی؛ دتیر کا په پرتله نا امني لاهم یوه ستونزه ده.

د مالیی وزیروایي؛ په دغه وزارت کي د شفافیت د رامنځ ته کولو لپاره یې یوه نوې اداره رامنځ ته کړي چې دنده به یې د ټولو مامورینو د پانګې ثبت کول وي.

دوی وایي له دې وروسته به د ټولو مامورینو شتمني ثبت کیږي.

خبریال: اسلم حجاب

 

About Ariana News

Check Also

خلیلزاد د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډیدو وړداندیز کړی

(Last Updated On: نوومبر 13, 2018) وال ستریت ژورنال په ډاګه کړې، چې، ترمپ د …