د خوست اوسېدونکي: که غوښتنې مو ونه منل شي، د ارګ مخې ته به خېمه ولګوو

(Last Updated On: April 25, 2016)

vlcsnap-2016-04-25-15h05m05s75

د خوست ولايتي شورا رييس وايي، که حکومت د خوستيانو غوښتنو ته ځواب ونه وايې، د ارګ مخې ته به خيمه ولګوي.

 د خوست يو شمېر قومي مشرانو، د ولايتي شورا او مدني ټولنو غړيوپه یوه ګډه ناسته کې د حکومت دواړو رهبرانو ته د ټاکنيزو کمپاينونو ژمنې وريادې کړې.

 د دې ناستې قومي مشر هميم   منګل وايي، حکومت په تېر يوه کال کې خوست ته پام نه دى کړى او دواړو رهبرانو له خپلو ژمنو يوه هم نه ده پوره کړي.

مدني فعال نصير احمد روښان وايي، د ولسمشر دوه يم مرستيال هڅه کوي، چې لويې پکتيا ته د برښنا د راغځيدو مخه ونيسي، چې دا کارد زغملو نه دى.

د غلام خان بندر رسمي ترانزيت کول، د هوايي ډګر له پاره د تاسيساتو جوړول او خلکو ته د کاري زمينې برابرول د دې غونډې د ګډونوالو نورې غوښتنې دي.

د خوست ولايتي شورا رييس عبدالولي   واحدزى وايي، مونږ د حکومت د مشرانو په تشو په وعدو تېر ايستل شوي یو؛ خو په کابل کې يو شمېر سياسي او مافيايي کړیو د خوست په نوم ګټې وکړې.

نوموړى زياتوي، نور  مو زغم پاى ته رسيدلى او که حکومت يې غوښتنو ته ځواب ونه وايې او کړې ژمنې پوره نه کړي؛ نو د ارګ مخې ته به خيمه ولګوو.

د ولسمشر دوه یم مرستيال سروردانش  د خلکو د دې ادعا په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي؛  خو هغه له  دې وړاندې پرده لګيدلي تورونه رد كړي دي.

د حکومت دواړو رهبرانو د ټاکنيزو کمپاينو پرمهال له خوستيانو سره ژمنې کړي وې، چې واک ته له رسيدو سره به د غلام خان بندر رسمي ترانزيت کوي، نړيوال هوايي ډګر به جوړ کړي، دغه ولايت ته به برښنا راوغزوي او د خوست کدرونو به په حکومت کې ځاى کړي.

خبریال:فريدالله ظاهر.

 

About Ariana News

Avatar

Check Also

ډېر ژر به ۱۵۰۰ملي بسونه په کابل ښار کې تګ راتګ پیل کړي

(Last Updated On: September 23, 2019)کابل ښاروالۍ ویلي، چې د میلیونونه افغانیو پر ارزښت يي …