عاجل خبرونه

که د بهرنیانو لاسوهنه نه وي، ارګ په درې ورځو کې نیسو-عطامحمد نور

(Last Updated On: October 2, 2018)

د (حزب جمعیت اسلامي) اجرائیه رییس حکومت ته خبرداری ورکوي او وایي: که د بهرنیانو لاسوهنه نه وي، ارګ به په درې ورځو کې ونیسو.

د (حزب جمعیت اسلامي) اجرائیه رییس عطامحمد نور، چې یو مهال یې د حکومت له پتې د هېواد په شمال کې امپراطوري کوله؛ اوس د ملي وحدت حکومت له سختو ګوتڅنډونکیو څخه دی او له ولسمشر او اجرائیه رییس دواړو سره اختلاف څرګندوي.   

نوموړي له آریانا نیوز سره په ځانګړې مرکه کې د تېر په څېر د خبردارۍ پر ژبه غږیږي او خپله غصه څرګندوي؛ خو دا ځل لږ جدي دی او وایي، که بهرنیان مداخله ونکړي، ارګ په درې ورځو کې پرته له وسلې نیسو.   

عطا محمد نور تېر کال د ده د څرګندونو له مخې په یوه هوکړه کې د بلخ له ولایت څخه استعفا ورکړه.

اوس تصور کوي، چي په دی هوکړه کې د بدلون هڅې روانې دي.

نوموړي ولسمشر او کورنیو چارو وزیر ګواښلي، چې له حکومت سره د ده کړې هوکړه باید عملي کړي، که نه هېواد د کړکېچ لوري ته ځي.

عطامحمد نور وايي، چې په روانو ټاکنو کي هم حکومت راته ژمنې کړي دي. که هغه ژمنې عملی نشي تر مرګه به یې په وړاندي ودریږي.

ولسمشرۍ د نوموړي د څرګندونو په اړه تر دې دمه څه ندي ویلي.

خبریال: علی اصغري

About Ariana News

Avatar

Check Also

که امریکا خپلو ژمنو ته ژمنه پاتې نشي، جګړه به وغزوو- د طالبانو ګواښ

(Last Updated On: August 20, 2019)د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین آریانا نیوز …