که برېښنایي تذكرې ونه ويشل شي، د پارلماني ټاكنو تر سره كيدل د منلو نه دي

(Last Updated On: October 25, 2014)

vlcsnap-2014-10-25-16h53m20s166

ولسي جرګې د ټاكنو د خپلواک كميسيون د دندو اوواكونو د قانون د تعديل غوښتنه وكړه.

ولسي جرګه وايي؛ تر څو چې د ټاكنو په كميسيون كې سمون رانه شي، پارلماني ټاكني به هم له ډيرو ستونزو سره مخا مخ شي، دوي له نوي حكومت غوښتنه وكړه چې پارلماني ټاكنې د اساسي قانون په بنسټ بايد په خپل وخت سره ترسره کړي.

ولسي جرګې د روان کال د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د ټاکنو په اړه د ټاکنیزو کمیسیونونو کړنې د ژورې اندیښنې وړ وبللې او وایي، خلك په ټاكنيزو كميسيونونو بي باوره شوي او كه په دې بنسټونو کې سمون رانشي، نو خلك په په پارلماني ټاكنو كې، ګدون ونكړي.

دوي دوی همداراز د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دندو او واكونو په قانون كې د تعديل غوښتونكي شول.

د لسي جرګې غړي له حکومت غواړي چې پارلماني ټاکنو ته لازم تیاری ونیسي څو د قانون له مخې دا ټاکنې پرته له کوم ځنډه په خپل وخت تر سره شي؛ خو د ولسي جرګې غړی نعليم لالي حميدزيبيا وايي چې څو پورې برښنایي تذكرې ونه ويشل شي، دپارلماني ټاكنو تر سره كيدل د منلو نه دي.

د ولسي جرګې د غړو دا غوښتنه په داسې حال کې مطرح کیږي، چې د ملي یووالي د حکومت له جوړېدو مخکې ډاکټر اشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله عبدالله په یوې سیاسي هوکړه کې په دې هم سلا کړې وه چې په ټاکنیزو بنسټونو کې به پراخ سمونونه راولی.

About Ariana News

Check Also

له یوه امریکايي شرکت سره د بلخاب د مسو د کیندلو تړون لاسلیک شو

(Last Updated On: April 20, 2019)د سرپل سیمه ییز چارواکي وایي، ډېر ژر به د …