عاجل خبرونه

کندوز ښار بشپړ پاک او ۵۶ طالبان ووژل شول

(Last Updated On: September 1, 2019)

کورنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې ځانګړیو افغان ځواکونو د کندوز ښار له طالبانو بشپړ کړی دی.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ ځانګړیو پولیسو، ملي اردو او د ملي امنیت ځواکونو تېره شپه د کندوز ښار په بېلابېلو سیمو کې چاڼیز عملیات تر سره کړل.

دوی څرګندوي، چې د دغو عملیاتو په پایله کې ۵۶ وسلوال جنکیالي وژل شوي دي.

ویل کیږي، چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو هوایي بریدونه د کندوز ښار د زاخېل، علي خېل، کاساني، خاکني او قهوه خانې پر اړوند سیمو ترسره شوي، چې طالبان یې له ځاني زیانونو سره مخ کړي دي او اړوند سیمې له طالبانو پاکې شوې دي.

خبرپاڼې په ډاګه کړې، چې د افغان ځواکونو او طالبانو په نښتو کې ۲۰ افغان سرتېري او ۵ عام وګړي وژل شوي او د یو شمېر امنیتي ځواکونو په ګډون ۸۵ عام وګړي ټپیان شوي دي.

طالبانو تر دې دمه د خپلو جنګیالو د ځاني زیانونو په اړه څه ندي ویلي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

کانتیجین – هغه فلم، چې کروناویروس ته د ورته ناروغۍ وړاندویېنه یې کړې

(Last Updated On: March 30, 2020)د کرونا ویروس وېرې د فلمونو مینوال هڅولي، چې قرنطین …