کمندو ځواکونو په هلمند کې ۲۵ وسلوالو طالبانو ته مرګ و ژوبله اړولې

(Last Updated On: April 30, 2016)

vlcsnap-2016-04-30-14h01m25s252

په هلمند کې د کمندو ځواکونو په ۱۲ ساعته عملياتو کې ۱۵ وسلوال طالبان وژل شوي او۱۰ نورټپيان دي.

په دې ولايت کې د ۲۱۵ ميوند قول اردو قومندان تورن جنرال محمد معيين فقيروايي، چې دا عمليات د جمعې په ورځ د نادعلي ولسوالۍ اړوند سيمو او باباجي حوزه کې په امتحاني ډول ترسره شوي، چې په کې ۱۵ وسلوال طالبان وژل شوي او۱۰ نورټپیان دي.

د نوموړي په خبره؛ په دې عملياتو کې د وسلوالو طالبانو يو اعراده رنجر موتر، يو ټانګ درې اعرادې موترسيکلونه او د وسلو يوه لويه زيرمه تخريب شوې ده.

 د هلمند والي حيات الله حيات هم وايي، چې ورته عمليات به نورهم وغزیږي، چې دولتي واک ليرې پرتوسيموته ورسيږي.

About Ariana News

Check Also

په کابل ښار کې چاودنې د مولوي ریحان په ګډون له دوه کسانو ژوند واخیست

(Last Updated On: May 24, 2019) امنیتي چارواکي وایي، چې د روژې پر نولسمه ورځ …