عاجل خبرونه

د راى پاڼو پاى ته رسيدل او د جعلي كارتونو كارول ټاكنې تر پوښتنې لاندې راولي

(Last Updated On: اپریل 7, 2014)

د ولسمشرۍ او ولايتي شوراگانو درېيمې ټاكنې د خلكو په پراخ حضور په برياليتوب تر سره شوې.

د تيفا يا د افغانستان د رڼو ټاكنو بنسټ رييس نعيم ايوب زاده وايي:

كه څه هم د وري د شپاړسمې په ټاكنو كې د خلكو پراخ حضور شين څراغ او يوه مثبته لاسته راوړنه ده؛ خو بې وخته د راى پاڼو پاى ته رسيدل، له جعلي كارتونو استفاده او د دې بنسټ په لومړنيو پايلو كې د خلكو د رايو گډوډول د اندېښنې وړ خبرې دي.

د ولسمشرۍ او ولايتي شوراگانو د ټاكنو په باب د فيفا يا د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاكنو د بنسټ وياند فهيم نعيمي وايي:

دا بهير د تېرو ټاكنو په پرتله په روڼ ډول تر سره شوى.

دا په داسې حال كې ده، چې كيداى شي ټاكنې دوه يم پړاو ته ولاړې شي او د څارنې بنسټونه دې پړاو ته د ټاكنو د تلو په صورت كې له خپل اړخه د چمتوالي ډاډ وركوي.

About Ariana News

Check Also

د اقلیمي ځانګړتیاوو لرونکیو۹۳۰ میوه دارو ونو په راټولولو بریالي شوي یو- درانی

(Last Updated On: دسمبر 10, 2018) د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي؛ په تېرو …