عاجل خبرونه

کروندگرو په مزارشریف كې له ۷ جريب ځمكې ۷ كيلو گرامه زعفران ترلاسه كړي

(Last Updated On: August 01, 2014 10:46 am)

3

د بلخ د كرنې رياست وايي، په دې ولايت كې د زعفرانو كر غوره پايله وركړې او له اووه جريب ځمكې اووه كيلو گرامه سوچه زعفران ترلاسه شوي دي.

د بلخ د كرنې ريیس كاتب شمس وايي، په وروستيو كلونو كې کروندگرو د تيركلونو په پرتله د زعفرانو د كر أير لېوال شوي دي.

د بلخ د كرنې رييس كاتب شمس یاتوي، د بلخ ولايت په مركز او ۱۴ ولسواليو كې د زعفرانو ۱۵ ټوټې ځمكه كې ازمايشي زعفران كرل شوي او کروندگرو ته ټول هغه وسايل هم وركړ شوي، چې د دغه نبات د محصول د اخيستلو لپاره اړين دي.

نوموړي په ډاگه کړې، چې تېركال د كورنيو د اقتصادي پروگرام له لارې ۱۲۵ ښځو ته د زعفرانو تخم او نور د اړتيا وړ وسايل او زدكړه وركړ شوې، چې له دې لارې خپلې اړتياوې پوره كوي .

د بلخ د كرنې چارواکو د هغو څيړنو له مخې، چې په اروپا كې شوي؛ د بلخ زعفران د افغانستان د نورو ولايتونو د زعفرانو په پرتله له ښه كيفيت څخه برخمن بولي .

دوى وايي، د بلخ زعفران په كور د ننه ښه بازار لري او کروندگر هڅه كوي، چې دغه محصول ته بهرنى بازار هم ومومي.

About Ariana News

Check Also

حکومت د سترو پروژو د مدیریت وړتیا نلري

(Last Updated On: September 13, 2018 7:28 pm) د روڼتیا د څار څېړونکي حکومت د …