عاجل خبرونه

کانونو وزارت خلکو ته له ملي پروژو د څارنې زمینه برابره کړه

(Last Updated On: September 10, 2018 7:58 pm)

د افغانستان د کانونو وزارت او یوه اروپايي بنسټ تر منځ داسې هوکړه لاسلیک شوه، چې له مخې به عادي افغانان هم د کانونو له پروژو څارنه کولی شي.

د کانونو وزارت د لویو او ملي پروژو څخه خلکو ته د څارنې لپاره د اروپا له یوې ټولنې سره هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرسته نرګس نهان وایي، دغه بنسټ به د ټولو پروژو په اړه خلکو ته له بېلا بېلو لارو معلومات ورکوي او په دې توګه به خلکو ته له لویو او ملي پروژو څخه د څارنې زمینه برابره کړي.

د اروپايي بنسټ مسوول  ګیز زوین بیرګین وايي، چې د هغو کسانو د وړتیاوو په لوړولو کې به کار وکړو، چې د کانونو په برخه کې کار کوي.

هغه زیاتوي، مونږ به د هوکړې ټول مواد عملي کوو. هیله مو داده، چې له هغو کسانو سره به د وړتیا په لوړولو کې هم مرسته وکړو، چې د کانونو په برخه کې کار کوي.

افغانانو ته د لویو پروژو د معلوماتو د ورکولو هوکړه لیک په داسې حال کې لاسلیک شو، چې پر دولتي بنسټونو نیوکې ډېرې شوې او ویل کیږي، چې ولس ته د معلوماتو په وړاندې کولو کې بې پروايي کوي.

About Ariana News

Check Also

پولیسو په ننګرهار ولایت کې د لوی ملي ائتلاف خیمې ټولې کړې

(Last Updated On: September 18, 2018 6:07 pm) د ننګرهار والي ویاند څرګنده کړې، چې …