عاجل خبرونه

کارپوهان: د ملي وحدت د حکومت يو کلنه دوره ناکامه ده

(Last Updated On: September 29, 2015)

کارپوهان وايي چې د ملي یووالي حکومت په هېواد کې سیاسي، اقتصادي او امنیتي کړکېچونه را منځته کړي او یوه کلنه دوره یې ناکامه وه. دوی وايي چې د ملي یووالي د حکومت پر سر هوکړې هېواد له تجزیې وژغوره خو اوسني بحرانونه د ملي یووالي د حکومت زیږنده دي.

داسې وېره وه چې ښايي د دوه زره څوارلسم میلادي کال د ولسمشریزو ټاکنو له جنجالي کېدو سره ځينو کسانو ته د هېواد د تجزیې پلمه په لاس ورشي.

ان تر دې چې ویل کېدل د مخکښو کاندیدانو پلویان مسلح شوي وو. دا چې د ملي یووالي حکومت جوړ شو، کارپوهان وايي چې له دې سره د هېواد د تجزیې او کورنیو جګړو مخنیوی وشو، دوی زياتوي چې د ملي یووالي د حکومت یوه کلنه دوره ناکامه وه.

د ملي یووالي د حکومت رهبرانو د سولې د راوستو په برخه کې ۱۴ ژمنې، د ښه حکومت د جوړلو په برخه کې ۳۰ ژمنې په ټولنیزو برخو کې د پرمختګونو لپاره ۳۱ ژمنې او د اقتصادي پرمختګ لپاره ۳۵ ژمنې کړې دي.

کارپوهان زياتوي چې د ملي یووالي د حکومت له رامنځته کېدو سره په هېواد کې قومي تعصب زیات شوی او افغانستان په اقتصادي او امنیتي بحرانونو کې ښکېل شوی دی.

د سياسي چارو کارپوه صالح محمد ريګستانی وايي: «دغه حکومت له هر لوري په آزمېيښت او ابتلا کې قرار لري، په دې لومړي شل فېصده آزموينه کې بريالی نه و خو هيله من يم چې په راتلونکو چارو کې يې بريالی شي.»

د سیاسي کارپوه احمد سعیدي «افغانستان په يوه کورنۍ جګړه کې ښکېل کېده، درېغی دوی په خپل منځ کې توافق نه وای کړی ځکه چې تر ډېره د دوی توافق د هېواد د ويرانۍ لامل شو.»

ولسمشر خپلې چارې په ډېر جدیت سره پیل کړې، ناببره به يې له دولتي او خصوصي روغتونو او امنیتي کمربندونو لیدنه کوله، خو ورو ورو حالات مخ په ځوړ شول. د کډوالو چارو اداره وايي چې په روان کال کې نږدې اویا زره افغانان له هېواده وتلي دي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

په کابل کې ۱۰۰۰۰ کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه

(Last Updated On: April 7, 2020)له کرونا ویروس څخه د ژغورنې جرګه ګۍ په ډاګه …