عاجل خبرونه

کابل ښاریان د لومړنیو خوراکي توکو د بیو له لوړوالي اندېښمن شوي

(Last Updated On: June 18, 2015 1:46 pm)

sh

د روژې مبارکې میاشتې په را رسیدو د دالرو د ارزښت د لوړوالي له کبله د توکو بیې هم لوړې شوي دي.

په روژې کې د بیو لوړوالي او د سوداگرو او هټیوالو له خوا د توکو په لوړ قیمت پلورل سږ کال هم اندیښنې را پارولي دي.

دوي وایی، د روژې په رارسیدو د لومړنیو توکو بیې دوه برابره لوړې شوېئ دي.

ولسمشر محمد اشرف غني د روژې په مناسبت په پیغام کې له شتمنو وگړيو د مرستو غوښتنه کړې، چې د لومړنیو توکو بیې ثابتې پاتې شي.

دغه راز څه موده مخکې د سوداگرۍ او صنایعو وزارت له افغان سوداگرو غوښتي وه، چې د لومړنیو توکو بیې اوچتې نه کړي.

د سوداگرۍ وزارت مسوولینو په بازارونو کې د بیو پر څارنې ټینگار کړی؛ خو هټیوال د څار د نه شتون له کبله شکایت کوي او وایي:څ

د شاهزاده سرای هټیوال هادي وایي:

د سوداگرۍ او صنایعو وزارت له بازارونو سمه څارنه نه کوي.

هټیوال محمد کبیر په ډاگه کړه، چې د دالرو او نورو بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانۍ را لویدنې د توکو د بیو پر لوړوالي اغېز کړی دی.

په روژه کې د بیو لوړوالی نوې خبره نه ده، تېرو کلونو کې هم خلک له دې ستونزې سره مخ شوي دي، او د خلکو دا اندېښنې د مسوولو چارواکو له خوا نه دی څېړل شوي.

 

About Ariana News

Check Also

پولیسو په ننګرهار ولایت کې د لوی ملي ائتلاف خیمې ټولې کړې

(Last Updated On: September 18, 2018 6:07 pm) د ننګرهار والي ویاند څرګنده کړې، چې …