عاجل خبرونه

کابل ښاریانو د هېواد د خپلواکۍ ۹۷ کلیزه ونمانځله

(Last Updated On: August 18, 2016)

afff

یو شمېر کابل ښاریانو واټونو ته په راوتو د هېواد د خپلواکۍ د بېرته اخیستو اووه نویمه کلیزه ونمانځله. دوي د جګړې له ښکېلو خواوو وغوښتل، چې تاوتریخوالی پای ته ورسوي او له خلکو سره یو ځای د آبادۍ له پاره کار وکړي.

د افغانستان تاریخ د ډېرو لوړو ژورو لرونکی دی، خو د امان الله خان په واکمنیدو وضعیت یو دم بدل شو؛ د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو دروازې پرانیستل شوي او افغانستان د نړۍ له نورو هېوادونو سره د ترقۍ پر لور برابر ګامونه واخیستل.

له همدې کبله یو شمېر ځوانان اوس هم د امان الله خان له کړنلارو اغېزمن دي.

ښایي دا ورځ د خوښیو لپاره ښه پلمه وه؛ نو له همدې کبله په کابل ښار کې خلک واټونو ته را ووتل او دغه ملي ورځ یې ونمانځله.

د ولسمشر سلاکارهملالۍشینوارې وایي، د دغې ورځې نمانځنه نړیوالو او ګاونډ هېوادونو ته ښیي، چې مونږ یو موټی یو او د خپلواکۍ د ساتنې له پاره خپل یووالی ساتو.               

که څه هم حکومت د دغې ورځې د نمانځنې له پاره پروګرام نه و جوړ کړی؛ خو خلک پخپله واټونو ته را ووتل او دغه ورځ یې ونمانځله.

د زمري اته ویشتمه تېرو حکومتونو کې هر کال په شاندارو مراسمو نمانځل کیده؛ په دې ورځ به خلک له لیریو ولایتونو کابل ته راتلل او د خوښیو په جشنونو کې به یې ګډون کاوه، خو د وروستیو کلونو ناامنیو دا وضعیت بدل کړ او اوس ترې په ارګ کې مختصره نمانځنیه کیږي او د آزادي پر څلي د ګلونو ګیدۍ کېښودل کیږي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

په غزني کې د طالبانو د رسنیو چلوونکی نیول شوی

(Last Updated On: June 18, 2019)د غزني سیمه ییزو چارواکو په ډاګه کړې، چې امنیتي …