عاجل خبرونه

ښځو د ثبات د راتلو او د تاوتريخوالي د پاى غوښتنه وكړه

(Last Updated On: اپریل 6, 2014)

لسگونه زره ښځو په دې هيله رايې وركړي، چې په هېواد كې ثبات راشي او د ښځو په وړاندې تاوتريخوالى پاى ته ورسيږي.

افغان ميرمنو د خپل هېواد د برخليك ټاكلو پرېكړه وكړه.

د ټاكنو يوه څارونكې وايي، له ټاكنو جدي څارنه كيږي، چې رڼې او عادلانه تر سره شي.

افغان ميرمنې د وري د ۱۶ په ټاكنو كې د گډون له لارې وغوښتل د خپل هېواد د سياسي برخليك په ټاكلو كې ونډه واخلي. كه څه هم مخكې داسې اندېښنې وې، چې په دې تاكنو كې به د ښځو ونډه پيكه وي؛ خو داسې ونه شول.

مژگان نومې ميرمنې، چې په ټاكنو كې يې گډون كړى ، وايي كه څه هم معلوله يم؛ خو اراده مې كمزورې نه ده او د نورو زرگونه ميرمنو په ليكه كې ور ګډه شوم او خپله رايه مې وكاروله.

د مژگان په څير ډېرو افغان ميرمنو د هېواد په گوټ گوټ كې له نرينه و سره په خوا كې د ټاكنو په بهير كې گډون وكړ.

يوه بله ميرمن وايي په ټاكنو كې مې په دې هيله گډون وكړ، چې د ماشومانو راتلونكې مې ښه وي.

دا يوازې كابل نه و، چې په كې د ښځو گډون پراخ و، بلكې د هېواد په نورو سيمو كې هم ښځو په ټاكنو كې پراخ گډون درلود.

ښځې د افغانستان د نفوس نيمايي برخه جوړوي؛ خو په وروستيو دولس كلونو كې له پرتليز پرمختگ سره سره دا قشر له زياتو ستونزو سره هم مخ و.

About Ariana News

Check Also

طالبان دې له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته حاضر شي- پمپیو

(Last Updated On: مارچ 19, 2019)د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو له طالبانو …