عاجل خبرونه

ښايي اجرائيه رییس د ولسمشر د یو مرستیال ځایناستی شي- احدي

(Last Updated On: اپریل 1, 2016)

vlcsnap-2016-04-01-09h26m28s187

د افغانستان د نوې ملي جبهې رهبر انوارالحق احدي وايي، چې ښايي د ولسمشر یومرستیال خپل ځای اجرائيه رییس ته پریږدي.

د هغه په باور په کابینه کې بدلون اړین شوی او د اجرائیه رییس مرستیالان به هم په حکومت کې د کابینې غړي شي. دا کار؛ځکه کیدونکی دی، چې د حکومت رهبران دلویې جرګې رابللو ته هیڅ اراده نه لري.

ښاغلی احدي ټينګارکوي، چې له دې حالت څخه د وتو له پاره باید له وخته مخکې ټاکنې وشي.  

د افغانستان د نوې ملي جبهې د رهبر په وینا؛ حکومت وېریږي، چې که لویه جرګه حکومت ناکام ونوموي؛ کیدای شي د دوی د استعفا غوښتونکې شي.

ښاغلی احدي له اوسني بحران څخه د خلاصون له پاره د نظام پر اصلاحاتو او په کابینه کې پر بدلون ټینګار کوي.

د هغه په وینا؛ که دا کار نه کیږي؛ نو اړینه ده، چې له پارلماني او ولایتي ټاکنو سره یوځای  ولسمشریزې ټاکنې هم ترسره شي.  

د افغانستان د نوې ملي جبهې رهبر انوارالحق احدي ټینګار کړی؛ د حکومت جوړښت بحراني شوی او مدیریت یې هم کمزوری دی. که ټاکنې تر سره شي د مشروعیت بحران به هم حل شي؛ ځکه اوسنی حکومت د خلکو د رایو له مخې رامنځته شوی نه دی.

د ولسمشرۍ د  لومړي  مرستیال ویاند  بیا دا څرګندونې له حقیقت څخه لیرې او د نظام په خلاف ګڼي.

د ملي جنبش ګوند ویاند بشیر احمد ته ینج  وایي، دغه کسان بې مسوولیته خبرې کوي او په حکومت کې د پښو کیښودو په لټه کې دي. زه ورته سپارښتنه کوم، چې یو ځل دې اساسي قانون ولولي.

ولسمشرۍ ماڼې تر دې دمه د نوې جبهې د رهبر د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

له دې مخکې ښاغلی احدي ولسمشرۍ ته نوماند و او د نوي حکومت په بېلا بېلو  وزارتونو کې یې دندې تر سره کړې دي، چې دادي اوس یې د افغانستان د نوې جبهې تر نامه لاندې د حکومت د اپوزیسیون بڼه خپله کړې ده.

خبریال: فرشاد صالح

About Ariana News

Check Also

د کابل په اورانوس هوتل کې چاودنې د میلاد نبي نمانځونکیو ته مرګ و ژوبله اړولې

(Last Updated On: نوومبر 20, 2018) کورنیو چارو وزارت ویلي، چې نن ماښام مهال د …