عاجل خبرونه

ښاروال او والییان باید د خلکو په رایو وتاکل شي- نور

(Last Updated On: January 07, 2018 7:02 pm)

د بلخ پخوانی والي د یکشنبې پر ورځ( د مرغومي ۱۷) د فاریاب ولایت له ځوانانو سره په مزارشریف ښار کې ولیدل او هغو ته یې په وینا کې وویل؛ والییان باید د خلکو په رایو وتاکل شي او نړیوال  هم په افغانستان کې شته حقیقتونه وګوري او څوک یې ونه غلوي.

نور د فاریاب ولایت د ځوانانو په غونډه کې د حکومت پر کړنو نیوکه وکړه او وایي، چې په بېلا بېلو برخو کې د حکومت ګمارنې د وړتیاوو له مخې نه وې او ځینې وزیران بې سواده ونومول.

هغه د حل لارهم څرګنده کړه، چې د شایسته سالارۍ د اصل رعایتولو په موخه باید ښاروال او واليیان د خلکو لخوا وتاکل شي.

د نوموړي په وینا؛ نړیواله ټولنه له مونږ ښه متحدین موندلی نشي.

داسې ښکاري، چې د ولایت پر سر د ارګ او بلخ ترمنځ جنجالونه پاې ته نه دي رسیدلې؛ نه ولایت ته نوی والي پېژندل شوی او نه هم ارګ  د جمعیت غوښتنې منلې دي.  

ګومانونه داسې دي، چې حکومت د عطا محمد نور د فشارونو په وړاندې کمزروی عمل کوي او نه شي کولی نوی والي بلخ ته ولیږي.

About Ariana News

Check Also

د هند اعلان شوې مرستې به د اقتصادي پراختیا لامل شي

(Last Updated On: September 20, 2018 4:55 pm) د هېواد د سوداګرۍ نړیوالې خونې مسوولین …