عاجل خبرونه

چین کولی شي د سولې په بهیر کې پر پاکستان فشار راوړي

(Last Updated On: April 18, 2016 10:16 am)

vlcsnap-2016-04-18-10h02m44s78

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر په دوه ورځنيسفر تېر ماښام د چین هېواد ته تلی دی.

د ملي امنیت شورا په خبرپاڼه کې راغلي، چې ښاغلی اتمر به له لوړپوړیو چنايي چارواکو سره د افغانستان د سولې او دغه راز د دوه اخیزو امنیتي، دفاعي او اقتصادي همکاریو په اړه خبرې وکړي.

چین د افغانستان د سولې په اړه د څلور اړخیزو غونډو یو مهم شریک دی، چې د افغان چارواکو په وینا کولی شي د سولې په بهیر کې پر پاکستان فشار راوړي. 

د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې اسلام آباد یو ځل بیا د پېنځمې څلور اړخیزې ناستې د جوړولو ټټر وهلی دی.

 افغان چارواکي وايي، که دا ځل پاکستان  د سولې په اړه عملي ګامونه پورته نه کړي، افغانان به هیڅکله بیا پر دغه هېواد باور ونه کړي.

افغانستان، پاکستان، چین او امریکا د سولې په اړه په کابل او اسلام آباد کې ناستې کړي؛ خو په دې ناستو کې طالبانو برخه نه لرله؛ د تېرو څلور ناستو پر پایلو یې خپله بې باوري په ډاګه کړې او خپل ځانګړي شرطونه یې وړاندې کړي، چې د منلو وړ نه دي ګڼل شوي. 

About Ariana News

Check Also

د هند اعلان شوې مرستې به د اقتصادي پراختیا لامل شي

(Last Updated On: September 20, 2018 4:55 pm) د هېواد د سوداګرۍ نړیوالې خونې مسوولین …