عاجل خبرونه

چین له افغانستان سره د وریښمو له تاریخې او اقتصادی پروژې تېر شوی

(Last Updated On: جون 25, 2015)

economic

د سوداگرۍ او صنایعو خونې مسوولین وايي، چې چین د افغانستان په ځای خپله سوداگری د پاکستان او قزاقستان له لاري ترسره کوي.

د چین او افغانستان ترمنځ لویه اقتصادي او سیمه ییزه پروژه د وریښمولار په افغانستان کې د ناامنیو له کبله بنده شوې او چین د دې لاری د بدیل په توگه پاکستان او قزاقستان غوره بولي.

د سوداگرۍ او صنایعو خونې ویاند هاشم رسولی وایي:

په شمال کی ناامنی د دي لامل شوه، چې چین خپله پرېکړه بد له کړي. زمونږ یو شمېر گاونډ هېوادونه د لویو اقتصادی پروژو په وړاندی راته ستونزې جوړوي.

د ښاغلي رسولئي په وینا: که د ملي وحدت حکومتمشران له کورنیو اختلافاتو سره  تېر نه شي؛ ښایي نورې اقتصادي پروژي هم له لاسه ورکړي.

د سوداگرۍ او صنایعوخونې چارواکي وايي دغه څرگندونی د چین هېواد چارواکو ورته په چین کی د اقتصادي کمربند په غونډه کی کړی دی.

حکومتي چارواکو په دی اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

د دغو کاپوهانو په اند؛  په هېواد کې که ناامنې نوره هم زور واخلی؛ ښایی نورې اقتصادي پروژې هم بندې شي.

خبریال: اسلم حجاب

About Ariana News

Check Also

په زابل کې بندي طالب پولیسو ته مرګ و ژوبله اړولې

(Last Updated On: سپتمبر 24, 2018) چارواکو څرګنده کړې، چې د زابل ولایت په شهرصفا …