چین د کنړ سیند د بریښنا بند د جوړېدو ژمنه کړې – مستغني

(Last Updated On: فبروري 11, 2015)

vlcsnap-2015-02-11-18h21m55s204

د اقتصادي چارو پوهان وايي د کنړ په سیند د برېښنا د بند جوړولو په هکله د چين د ژمنې عملي کیدل د افغان دولت سیاسي ارادې ته اړتیا لري.

په کابل کې د افغانستان، پاکستان او چين تر منځ په درې اړخیزه غونډه کې چين ژمنه کړې چې د کنړ په سیند به د برېښنا د بند جوړولو پروژه دوی عملي کړي.

افغانستان سرشاره سیندونه د هیواد له بیلابیلو سیمو تیریږي، خو په کور د ننه د کرنې او برېښنا د تولید لپاره ځني ګټه نده اخیستل شوې او ګاونډیو هیوادونو ته بهیري.

په دې وروستیو کې چین ژمنه کړې چې د کنړ ولایت په سیند به د ۱۵۰۰ میګاواټه په ظرفیت د برېښنا بند جوړ کړي چې له برېښنا به یې افغانستان او پاکستان دواړه ګټه پورته کوي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکیب مسغني اریانا نیوز ته وویل چې پاکستان هم د برېښنا د دغه بند له جوړیدو سره موافقه کړې او همکارۍ ته يې تیاري ښودلي.

اقتصادي کارپوهان په دې باور دي چې د ملي یوالي حکومت د بنسټیزو پروژو لکه د برېښنا لویو بندونو جوړولو ته سیاسي اراده ولري.

دوی وايي که دا ډول پروژې عملي شي افغانستان د صنعتي کیدو په خوا ګام اخیستلای شي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي چې په کابل کې د افغانستان، پاکستان او چین هیوادونو تر منځ په درې اړخیزه غونډه کې په امنیتي او سیاسي مسایلو سر بیره د کنړ په سیند د برېښنا د بند د جوړولو او له پاکستان څخه افغانستان ته د ریل د پټلۍ د غزولو په هکله هم خبرې شوې او لومړنۍ هوکړې ته رسیدلي دي.

کنړ د ډيورنډ په کرښه پروت ولایت دی چې له څو کلونو راهیسې د پاکستاني پوځیانو د توغندیزو بریدونو شاهد وو.

ولیدل شي چې په ډیورنډ کرښه د کړکیچنو امنیتي شرایطو سره سره به د کنړ په سیند د چین لخوا د برېښنا د بند جوړولو چارې څه وخت او څه ډول پیل شي.

About Ariana News

Check Also

د بلخ نومیالی هنري لوبغاړی ووژل شو

(Last Updated On: نوومبر 17, 2018) امنیتي چارواکو ویلي، چې په بلخ کې د دغه …