چین او تاجکستان د افغانستان د پولې تر څېرمه ګډ پوځي تمرینات پیل کړي

(Last Updated On: October 21, 2016 9:50 am)

vlcsnap-2016-10-21-09h21m43s194

چین او تاجکستان د افغانستان د پولې تر څېرمه د ترهګرۍ په وړاندې ګډ پوځي تمرینات پیل کړي دي.

دغه پوځي ګډې هڅې په سیمه کې د امنیت د خوندي کولو لپاره د بیجنګ د هڅو یوه برخه ګڼل شوې ده.

د تاجکستان دفاع وزارت ویلي، چې د تاجکستان په پوله کې به دغه ګډ تمرینات د روانې میلادي میاشتې تر ۲۴ روان وي.

په دې پو ځي هڅو کې لږ تر لږه لس زره سرتېري، پوځي وسایط او چورلکې برخه لري.

د تاجکستان چارواکو تېره میاشت ویلي وه، چې چین د خپل امنیت د خوندیتوب لپاره د تاجکستان او افغانستان د ۱۳۰۰ کیلو متره پولې تر څېرمه به بنسټیز کارونه تر سره کړي.

د دغه هېواد د چارواکو په وینا؛ دغه سیمه د مخدره توکو د قاچاقکوونکیو لپاره په خوندي مرکز اوښتې ده.

About Ariana News

Check Also

په غزني کې ۶ سرتېري د طالبانو له بنده وژغورل شول

(Last Updated On: September 24, 2018 1:12 pm) دفاع وزارت په ډاګه کړې، چې تېره …