عاجل خبرونه

چینايي چارواکو د تازه ویروس د مهارولو تدابیر ډېر کړي

(Last Updated On: January 22, 2020)

د چین د روغتیا مرستیال وزیر لي بین په ډاګه کړې؛ داسې ثبوتونه شته، چې دا ناروغي “د تنفسي سیستم له لارې لېږدیدلی شي؛ خو چین اوس هم د ویروس د خپریدو د اصلي سرچینې پر موندلو ندی توانیدلي.

چینايي چارواکو د سې شنبې پر ورځ ویلي وه، چې دا ویروس له یوه کس بل ته لېږدیدلی شي.

تر اوسه دغه ویروس د دې هېواد په ۱۳ ولایتونو کې ۴۴۰ کسانو ته رسیدلی دی.

د چین د ملي روغتیا جرګې یوه مسوول منلې؛ هېواد یې اوس په “ډېر مهم پړاو” کې دی، چې دا ویروس مهار او مخه یې ونیسي.

د چین روغتیايي چارواکو خبرداری ورکړی، چې نوي ویروس تر اوسه لږ تر لږه نهه کسان وژلي او د خپریدو شونتیا یې ډېره شوې ده.

داکترانو دا ویروس ان سي او وي نومولی او وايي ښايي انسانانو ته د ککړو سمندري خواړو یا ژوبڼ کې له پاتې کیدو له کبله انسانانو ته لیږدیدلی وی.

About Ariana News

Avatar

Check Also

ارګ او سپیدار له طالبانو سره د خبرو لپاره جلا پلاوي ټاکي

(Last Updated On: February 26, 2020) په اجرایئه ریاست کې یوې سرچینې ویلي؛ د عبدالله …