چارواکي نشي کولی د تګ راتګ پر وخت سړکونه وتړي- کورنیو چارو وزارت

(Last Updated On: February 10, 2019)

د کورنیو چارو وزارت امر کړی، چې لدې وروسته هیڅ چارواکی نشي کولی د تګ راتګ پر وخت سړکونه وتړي.

په کابل کې زیاتره وخت د چارواکو د تګ راتګ پر وخت عمومي واټونه د خلکو او ترافیکو پرمخ تړل کیږي، چې په ښار کې د ګڼې ګوڼې او بې نظمیو سبب ګرزي.

آریانا نیوز د بېلګې په توګه دندې ته د ولسمشر د دوه یم مرستیال سرور دانش د تلو پر وخت د هغه له کوره تر صدارت پورې له سړکونو ویډیو اخیستې، چې په منځنۍ توګه د هغه د تګ پر مهال د درالامان سړک د پېنځلس دقیقو لپاره د ترافیکو پر مخ تړلی پاتې وي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د ښاري نظم د ساتنې او ترافیکي ګڼي ګوڼې د مخنیوي لپاره لدې وروسته هیڅ چارواکی حق نلري، چې د تګ راتګ پر وخت د خلکو پر مخ واټونه وتړي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند د دفتر سرپرست نصرت رحیمي وايي، چې د ترافیکي ګڼې ګوڼې د مخنیوي او خلکو ته د آسانتیاوو لپاره دغه امر په ټول هېواد کې د پلي کیدو وړ دی.

نوموړي ترافیکو ته سپارښتنه کړې، چې له دغسې یوه حالت سره د مخ کیدو پر مهال دې د چا لپاره باید سړکونه ونه تړل شي.

کابل ښاریان وایي، چې کابل ښاروالۍ او پولیس هم ندي توانیدلي، چې په پلازمېنه کابل کې د ترافیکې ګڼې ګوڼې او بې نظمیو ستونزه حل کړي.

د کابل ښار اوسیدونکی رحیم داد وایي، چې د چارواکو د تګ راتګ پر وخت ساعتونه لارې او سړکونه بند وي؛ دغه حالت مونږ ستړي کړي یو. که نور نه کیږي دفترونه او کورونه دې له ښاري سیمو ولیږدول شي.

د کابل ښار یو بل اوسیدونکي څرګنده کړې، چې مونږ نوره حوصیله نشو کولی؛ هم امنیت نشئ نیولی او هم  له مونږ څخه د سړکونو بندیان جوړوئ. تاسې او خدای مو، چې دا د حکومت کولو لار ده؟!  

ادریس نومی کابل ښاري وایي، داسې ورځ هم وي، چې لارې دوه ساعته تړلې وي. که علت یې وپوښتل شي؛ یو حکومتي چارواکی به وي، چې تېریږي، خو زمونږ لارې او سړکونه ورته تړل کیږي.

د ترافیکو پولیس هره ورځ د دې پرځای، چې ښاري نظم ټينګ کړي؛ د چارواکو لپاره د سړکونو پر تشولو اخته کیږي. په ځانګړي توګه کله، چې ولسمشر له ارګه بهر کوم پروګرام ولري؛ نو ورته لارې او سړکونه ساعتونه تړلي پاتې وي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

د ټاکنو کمیسیون اداري او تخنیکي چارې پڅې روانې دی- ټاکنڅاري بنسټونه

(Last Updated On: September 20, 2019)ټاکنڅارو بنسټونو ویلي، چې د ټاکنو لپاره یوه اوونۍ پاتې …