عاجل خبرونه

چارواکي: بدخشان کې امنيتي ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي

(Last Updated On: October 3, 2015)

د بدخشان په وردوج او بهارك ولسواليو كې له پنځوس ډېر وسله وال وژل شوي دي. د بدخشان د پوليسو چارواكي وايي په وژل شويو كې بهرنيان هم شامل دي. چارواكي وايي امنيتي ځواكونه د پرمختګ په حال كې دي او تراوسه يوازې دوه سرتېري ټپيان شوي دي.

د بدخشان د بهارك او وردوج ولسواليو ځينې برخې د وسله والو مخالفينو په كنټرول كې دي او امنيتي ځواكونه هڅه كوي چې دا سيمې بېرته ونيسي.

د بدخشان د امنيې قومانداني وايي تراوسه په دې نښتو كې له پنځوس ډېر وسله وال وژل شوي چې بهرنيان هم په كې شته.

د بدخشان د امنيې قوماندانۍ وياند وايي د دې عملياتو په ترڅ كې د دې دوو ولسواليو ډېرې سيمې له وسله والو پاكې شوې او امنيتي ځواكونه د پرمختګ په حال كې دي.

د بدخشان د امنيې د قوماندانۍ وياندلعل محمد احمدزى وايي:

وسله والو مخالفينو له څو ورځو را په دې خوا د شمال په يو شمېر ولايتونو كې بريدونه ډېر كړي دي.په كندز، تخار او بدخشان كې له څو ورځو را په دې خوا د وسله والو او امنيتي ځواكونو ترمنځ سختې نښتې شوې دي.

 

 

 

 

About Ariana News

Avatar

Check Also

کانتیجین – هغه فلم، چې کروناویروس ته د ورته ناروغۍ وړاندویېنه یې کړې

(Last Updated On: March 30, 2020)د کرونا ویروس وېرې د فلمونو مینوال هڅولي، چې قرنطین …