ځینې سناتوران: د داعش د مهمو غړو وژنه یو ښه خبر دی

(Last Updated On: جولای 12, 2015)

vlcsnap-2015-07-12-17h49m34s36

د مشرانو جرګې یو شمیر غړي په ننګرهار کې د داعش د خراسان څانګې د رهبر حافظ سعید وژنه په دغه ډله لوی ګوزار ګڼي.

دوی وايي چې افغان ځواکونه باید په ننګرهار کې د داعش د ځپلو لپاره ځمکني عملیات پیل کړي.

د مشرانو جرګې ريیس وايي چې همدا اوس د ننګرهار په مومندره کې د وسلوالو طالبانو او داعش تر منځ سخته جګړه روانه ده.

vlcsnap-2015-07-12-17h49m18s138

د مشرانو جرګې غړی نثار حارس:

حافظ سعید، کلزما او د ګل زمان معاون په ګډون چې د داعش لوړپوړي او مهم کسان دي، له خپلو یودیرش غړیو سره په ننګرهار کې ووژل شول چې دا د افغانستان خلکو له پاره یو ښه او نیک خبر دی.

د مشرانو جرګې ر يیس وايي چې له لسو ورځو راهیسې د ننګرهار په مومندره کې د وسلوالو طالبانو او داعش تر منځ جګړه روانه ده چي د هغه په باور وسلوالو طالبانو په دغه ولایت کې داعش ته ماتې ورکړې ده، خو په وینا يې حکومت باید په دې منځ کې پټه خوله پاتې نه شي:

vlcsnap-2015-07-12-17h49m03s237

فضل هادی مسلمیار د مشرانو جرګې رییس:

له پرون راهسي په شینوارو او موندره کې د داعش او طالبانو ترمنځ جنګ روان دی چې د سپکو او درندو وسلو انداختونه کيږي او کلی، بانډه او کور نه پیژني او عام خلک هم شهیدانیږي؛ خو حکومت سکوت کوي؛ ولې!؟ موږ سره دا سوال دی چې ولې؟!

په مشرانو جرګه کې د ننګرهار استازي له حکومت څخه غواړي چې په دغه ولایت کې د داعش په خلاف ځمکني عملیات پیل کړي.

لطف الله بابا سنا – ننگرهار:

تر اوسه حکومت نه عملیات کړي او نه يې هم له هغو کورونو څخه لیدنه کړې چې اورکزي او افريدي هلته پراته دي. په دغو ټولو سیمو کې د اردو او پولیسو له خوا هیڅ عملیات نه دي شوي. زموږ غوښتنه دا ده چې په دغو سیمو کې دې ځمکني عملیات پیل شي.

تر دې مخکې داسې رپوټونه خپاره شول چې داعش په ننګرهار ولایت کې مرکز جوړ کړی دی.

About Ariana News

Check Also

هیله ده، چې له ولسمشریزو ټاکنو مخکې د سولې په اړه هوکړه وشي- خلیلزاد

(Last Updated On: نوومبر 18, 2018) د افغانستان د سولې په اړه د امریکا ځانګړي …