عاجل خبرونه

ځوانان په ننګرهار کې د روزګار، رڼو ټاکنو او عدالت غوښتنه کوي

(Last Updated On: اګست 12, 2018)

د ننګرهار ځوانانو د ځوانانو د نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې د روزګار، رڼو ټاکنو او عدالت غوښتنه کړې ده.

د زمري ۲۱، چې د ځوانانو نړیوالې ورځ منل شوې؛ د یکشنبې پر ورځ د ننګرهار په شاهي ماڼۍ کې ونمانځل شوه، چې په کې د بېلابېلو سیمو او ولسوالیو ځوانانو ګډون کړی و.

په دې غونډه کې ځوانانو پر ولسمشر نیوکه کړې، چې پخپلو ژمنو کې صادق نه دی.

ځوان مدني فعال نوراحمد نوراني له حکومت څخه د روزګار، رڼو ټاکنو او عدالت د ټنګښت غوښتنه وکړه.  

ځوان مدني فعال حنیف الله انوري په ډاګه کړه، چې ولسمشر د ټاکنو پرمهال خپل منشور مخکې کړی و؛ خو واک ته له رسیدو وروسته یې منشور تاخچه کې کېښود او پخپلو ژمنو یې وفا ونکړه.

پر ولایتي چارواکو هم نیوکې وشوې او وویل شول، چې په ادارو کې فساد، غصب، خپلسري او ناامني اوس هم لویې ستونزې دي.

د ننګرهار والي حیات الله حیات خپلې پخوانۍ ژمنې تکرار کړې او د ستونزو د حل ډاډ یې ورکړ.

د رسمي څرګندونو پر بنسټ په ننګرهارکې د پېنځلس زره په شاوخوا کې ځوانان د نشه يي توکو پر کارولو روږدي دي او زرګونه نور د بې کارۍ له کبله په بد حالت کې ژوند کوي. ان ځينې یې له وسلوالو مخالفانو سره یوځای کیږي.

ویل کیږي، چې حکومت اوس هم ځوانانو ته د کار پرپیداکولو نه دی بریالی شوی.

خبریال: رحمت الله زیارمل

About Ariana News

Check Also

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ نیویارک ته رسیدلی

(Last Updated On: سپتمبر 24, 2018) ترمپ به د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې …