عاجل خبرونه

پېنځه وسلوال طالبان پخپل موتر بم کې وژل شوي

(Last Updated On: December 27, 2018)

د غزني ولایت امنیتي چارواکو ویلي، چې د دغه ولایت په ده یک ولسوالۍ کې پېنځه وسلوال طالبان پخپل موتر بم چاودنه کې وژل شوي دي.

د غزني امنیه قومندانۍ زیاته کړې؛ طالبانو غوښتل، چې د دغه موتر بم  پر مټ پر ده یک ولسوالۍ وسلوال برید وکړي؛ خو پخپله پرې چاودنه رامنځته او په کې پېنځه وسلوال طالبان ووژل شول.

وسلوالو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.

 

About Ariana News

Avatar

Check Also

د ملي شورا د تورو ښیښو لرونکیو موترو پلټنې غبرګونونه راپارولي

(Last Updated On: October 14, 2019)د ولسي جرګې ځینې غړي وایي، د حکومت قانون ماتولو …