عاجل خبرونه

پولیسو په غزني کې د طالبانو د عشر او زکات راټولوونکی نیولی

(Last Updated On: March 27, 2018)

په غزني ولایت کې امنیتي چاروکي وایي، چې پولیسو د طالبانو د عشر او زکات راټولوونکی نیولی.

د هېواد د بېلابېلو ولایتونو په هغو سیمو کې، چې د طالبانو تر ولکې لاندې دي د دې ډلې لخوا عشر او زکات راټولیږي؛ خو اوس پولیسو د طالبانو یو غړی نیولې، چې دې ډلې ته یې عشر او زکات راټولاوه.  

د غزني امنیه قومندان محمد زمان خوستی وایي؛ دې طالب، چې یارمحمد نومیږي ویلي: په غزني ښار کې یې له تېرو ۵ میاشتو راپدیخوا د طالبانو د یوه قومندان قاري سلیم ترلاس لاندې له خلکو څخه عشر او زکات راټولاوه .

د غزني والي ویاند محمد عارف نوري وایي، امنیتي ځواکونه هڅه کوي، چې له دغه کس سره تړلې ډله پيدا کړي.

په دې وروستیو کې داسې اندېښنې موجودې دي، چې په غزنې کې امنیتي وضعیت خراب شوی دی.

About Ariana News

Avatar

Check Also

د ملي امنیت مرستیال ادیب فهیم استعفا ورکړه

(Last Updated On: November 21, 2019)د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست لومړي مرستیال ادیب …