عاجل خبرونه

پولیسو د ملي شورا د تورو ښیښو لرونکیو موترو پلټنه روانه وساتله

(Last Updated On: October 13, 2019)

د پولیسو او ولسي جرګې ترمنځ د راپورته شوي کړکیچ په لړ کې د یکشنبې پر ورځ( د تلې ۲۱) بیا هم د دارالامان پر سړک د ملي شورا د غړیو د تورو ښیښو لرونکیو ذرې موټرو پلټنه وشوه.

خلکو په دې وروستیو کې د ملي شورا د غړیو لخوا د ناقانونه کړنو او له خپل موقف څخه د ناوړه ګټې اخیستنې په اړه نیوکې ډېرې کړې دي.

د ولسي جرګې پخواني مرستیال نذیر احمدزي ویلي؛ په قانون کې استثنا نشته. استازي یوازې په خبرو کې له قضایي مصونیته برخمن دي، نه د ناقانونه وسلو د لیږد او ناقانونه کړنو د ترسره کولو.  

د کابل اوسیدونکی نجیم کارګر وايي، چې کور ته نږدې د ولسي جرګې د یوه غړي لخوا ډبول شوی دی. د کابل یو بل اوسیدونکی عالم کبیري ويلي، چې د ملي شورا د غړیو لخوا؛ ځکه و ډبول شو، چې یو موتر ته یې د مخته کیدو چانس نه و ورکړی.

د ولسي جرګې یو شمېر برحال غړي هم نیوکه کوي، چې د شپې ناوخته د وکیلانو او پولیسو ترمنځ د را ولاړې شوې ستونزې په اړه بېړنۍ غونډه ناقانونه جوړه شوې ده.

د ولسي جرګې غړې شینکی کړوخېل څرګنده کړې؛ لږ څه نیمګړتیاوې شته، چې پارلمان او امنیتي بنسټونه یې باید مخه ونیسي. هر یو، چې له قانونه سرغړونه وکړو؛ پایله یې تاوتریخوالی دی.  

د ولسي جرګې غړې مریم سما ویلي، چې د اوړمې شپې پېښه باید تر قانوني څېړنو لاندې ونیول شي.

د ولسي جرګې غړي وايي، چې پولیس د ملي شورا د غړیو د توهین حق نلري او نه هم دوی له قانون څخه د سرغړونې واک لري.

د پولیسو او ملي شورا د ځينو غړیو ترمنځ هغه وخت لانجه راپورته شوه، چې پولیسو د چرخي پله پر سړک د یو شمېر وکیلانو موتر وپلټل.

About Ariana News

Avatar

Check Also

افغان حکومت درې مهم طالب بندیان خوشې کړل

(Last Updated On: November 12, 2019)ولسمشر غني په رسمي بڼه د افغانستان د امریکایي پوهنتون …