عاجل خبرونه

پولیسو په فاریاب کې د طالبانو د ماليې راټولوونکی نیولی

(Last Updated On: June 21, 2019)

کورنیو چارو وزارت په فاریاب ولایت کې طالبانو ته د مالیې راټولولو د مسوول له نیولو خبر ورکوي.

یاد وزارت د جمعې پر ورځ( د غبرګولي ۳۱) په ډاګه کړې، چې امنیتي ځواکونو نن سهار د فاریاب ولایت په میمنه ښار کې طالبانو ته د مالیې راټولولو مسوول قاري یحیی نیولی دی.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې له نوموړي څخه یو میل کلاشینکوف هم پولیسو ته په لاس ورغلی دی.

طالبانو تر دې دمه د دغې پېښې په اړه څه ندي ویلي.

دغه راز ویل شوي، چې پولیسو تېره ورځ دوه نا مسووله ولسوال هم د دوه یمې امنیتي حوزې په اړږوند سیمه کې له پېژندلو وروسته نیولي او ترې دوه میله وسله تر لاسه شوې ده.

About Ariana News

Avatar

Check Also

د غزني په ده یک ولسوالۍ کې یوه مسافر وړونکې الوتکه راغورزیدلې

(Last Updated On: January 27, 2020)د غزني والي منلې، چې نن غرمه نږدې یوه بجه/ …