عاجل خبرونه

پوليس په هلمند کې له خپلو پوستو ساتنه كوي او پر نورو سيمو كنترول نه لري

(Last Updated On: November 28, 2015 3:17 pm)

vlcsnap-2015-11-28-15h02m47s240

په هلمند كې د پوليسو سرتېري وايي، د هلمند د مارجې ولسوالۍيوازې مرکز، د امنيه قوماندانۍ وداني، د مارجې ليسه او د کمپ په سيمه کې د عامه نظم د کنډک وداني د امنيتي ځواکونوپه ولکه کې دي.

 

د عامه نظم کنډک سرتېری احمدوايي، چې د کنډک د تاسيساتو د ساتلو په موخه ټوله شپه په درې تنو پيره كوو او د نورو ځواكونو د ور استولو ژمنه اوس هم نه ده عملي شوې.

 

عبدالبصیر نومی سرتېری وايي؛ داسې وخت هم پرې راغلى، چې لس ورځې يې په محاصره كې په لوږه تېرې كړې دي.

 

دا سرتېري وايي، له دې ټولو ستونزو او له نه پاملرنو سره سره خپلو دندو ته ژمن يو او په هرډول حالاتو كې له خپلو سنگرونو دفاع كوو.

 

په دغه ولايت كې د عامه نظم د اتمې لوا قوماندان سمونوال خليل الرحمن جواد وايي، چې د كنډك د محاصرې په وخت كې سرتېرو ستونزې گاللې؛ خو اوس دا ستونزې حل شوي.

 

له بلې خوا په هلمند كې د پوليسو د ۵۰۵ زون قوماندان پاسوال عصمت الله دولتزیوايي، په مارجه كې د وسلوالو طالبانو شمېر لږ دی.

 

که څه هم امنيتي مسوولين په دې ولسوالۍ کې امنيتي ستونزې حل بولي؛ خو د سيمې اوسيدونکي وايي، چې گڼې کورنۍ کډوالې شوې او امنيتي سرتېري يوازې له خپلو پاتو پوستو او تاسیساتو د دفاع په حالت کې دي.

 

خبریال: نعمت الله زهير

 

About Ariana News

Check Also

د وګړیو د احوال ثبتولو ادارې د کاغدي تذکرو د وېش لړۍ ودروله

(Last Updated On: September 18, 2018 6:39 pm) د وګړو د احوال ثبتولو ادارې رییس …