په ۳۰ هېوادونو کې له۲۰۰ میلیون ډېري نجوني سنت دي- م.م

(Last Updated On: February 7, 2016)

mmملگرو ملتونو ویلی، چې په دېرش هېوادونو کې تر دوه سوه میلیون ډېري نجونې سنت شوې دي.

ملگري ملتونه هڅه کوي، چې د نجونو د سنتۍ پرضد کار وکړي.

په ټوله نړۍ کې د تېر کال په پرتله د سنت شویو نجونو شمېراویا میلیون ته لوړ شوی دی.

د شمېرد لوړیدو لامل د اندونیزیا حکومت له خوا د نوي شمېرخپریدل او په دغه هېواد کې د نفوس ډیریدل دي.

د ښځو د سنتۍ ډېرې پېښي په درې هېوادونو؛ مصر، اندونیزیا او ایتوپیا کې رامنځته شوې دي.

د ملگرو ملتونو د ماشومانو ادارې یا یونسف مرستیالې گیتا راو گوپتا د ښځو د سنتیدو په اړه یوه رپوت کې په ډاگهکړې، چې د ښځو سنتي په بېلابېلو سیمو او فرهنگونو کې جلا جلا ډول شتون لري، چې ځینې ډولونه یې د ښخو له پاره ډېرجدي روغتیایي گواښونه هم رامنځ ته کوي.

 

About Ariana News

Avatar

Check Also

۹۵ اعشاریه ۸ په سلو کې ښځې د طالبانو له واکمنیدو سره مخالفې دي- څېړنه

(Last Updated On: July 18, 2019)د بشري حقونو خپلواک کمیسیون ویلي؛ تر سره شوې څېړنه …