په ۱۲ ولایتونو کې ۲۲ ټولګټې پروژې پیلیږي

(Last Updated On: May 28, 2018 2:22 pm)

د کلیو بیا رغونې او پرمختیا وزارت په دولس ولایتونو کې دوه ویشت ټولګټې پروژې پیلوي.

د دغو پروژو تړونونه د سیمه ییزو شوراګانو او ساختماني شرکتونو له استازیو سره لاسلیک شوي دي.

د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزیر مجیب الرحمن کریمي وایي؛ د پوهنې، لار جوړونې، سربندونو او استنادي دیوالونو او پلونو د جوړلو پر دغو پرمختیايي پروژو دوه سوه پېنځه ویشت میلیون دالره لګښت کیږي، چې هند یې ورکوي.

هغه زیاتوي، چې د دغو پروژو په پیلیدو به شاوخوا شپږ اویا زره کسانو ته دنده پیدا شي.

هغه دغه راز په ډاګه کړې، چې ناامني ښايي د دغو پروژو د عملي کیدو لپاره ستونزې جوړې کړي.

په تېرو څه باندې اووولس کلونو کې د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت په لیرې پرتو سیمو کې بېلا بېلې پرمختیايي پروژې بشپړې کړي دي؛ خو نیوکې دا دي، چې دې پروژو د خلکو اوږدمهالې ستونزې نه دي حل کړي او د لږ وخت په تېریدو له کاره لویدلي دي.

About Ariana News

Check Also

په جلال آباد ښار کې چاودنې ۵ کسان ټپیان کړل

(Last Updated On: September 20, 2018 12:46 pm) د ننګرهار ولایت امنیتي سرچینو ویلي، چې …