عاجل خبرونه

په کندوز کې د الچین پل او اړوند سیمې له طالبانو بېرته نیول شوي

(Last Updated On: اګست 25, 2016)

Kunzod              25_8_2016_VO.mpg_snapshot_00.23_[2016.08.25_09.41.29]

د کندوز سیمه ییز چارواکي وايي، چې د الچین پل او نورې اړوند شاوخوا سیمې له طالبانو بېرته نیول شوي دي.

 د کندوز والي ویاند سید محمود دانش وايي، چې افغان ځواکونو له شېرخان بندر څخه د دغه ولایت تر ښاره په ترسره شویو عملیاتو کې دغه سیمې بېرته له طالبانو ونیولې.

د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وویل، چې د الچین پله د بېرته جوړلو له پاره اړینه ده، چې لومړی سیمه امن شي.

 په کندوز کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ په روانه جګړه کې د الچین پل تېره ورځ تخریب شوی، چې دولتي ځواکونه یې پړه پر طالبانو اچوي؛ خو طالبان بیا وايي، چې دغه پل دوی نه دی تخریب کړی.

 د دغو عملیاتو قومنده د مراد علی مراد په لاس کې ده؛ خو تر دې دمه د کندوز- تخار او کندوز- شېر خان بندر لارې د ترافیکو په مخ تړلې دي.

د الچین پل له تاجکستان، منځنۍ آسیا او یو شمېر نورو هېوادونو سره د ټرانزیت او سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد په برخه کې مهم پل ګڼل کېږي.

د یادونې وړ ده، چې د کندوز امنیتي حالات د سیمې اوسیدونکیو ته ډېر ګواښوونکی دی او د ژوندانه د آسانتیاوو نشتون اندېښمن کړي دي. 

About Ariana News

Check Also

په پکتیا کې ښځې په ټاکنو کې پراخ ګډون نشي کولی-میرمنې

(Last Updated On: اکتوبر 18, 2018) په پکتیا کې میرمنې وايي، د امنیتي ستونزو له …