عاجل خبرونه

په کندوز کې جګړه ملي امنیت رهبري کوي-عظیمي

(Last Updated On: اکتوبر 8, 2016)

vlcsnap-2016-10-08-10h20m21s196

په کندوز کې د جګړې په پېنځمه ورځ په ډاګه شوې، چې روانه جګړه ملي امنیت رهبري کوي.

 د کندوز د ملي امنیت ریاست د چټک غبرګون د قطعې قومندان وایي؛ اوس هم  په دفاعي حالت کې دي او ملکیان له ښاره وتلي، چې دا مو د جګړې په ډګر کې یو پرمختګ دی.

په کندوز ښار کې اوس هم جګړې دوام لري؛ خو په دې ښار کې له وسلوالو طالبانو سره جنګیدونکي ځواکونه وایي، چې وسلوال به هیڅکله پرینږدي، چې خپلو موخو ته ورسیږي.

د کندوز د ملي امنیت ریاست د چټک غبرګون د قطعې قومندان محمد امین عطیمي وایي، په یوه یا دوه ورځو کې به د کندوز ښار وضعیت عادي حالت ته را وګرځي او خلک به هم عادي ژوند پیل کړي.

د ملي امنیت د ځانګړې قطعې قومندان کبیر خانوایي، چې عملیات یې تر ډېره په شپه کې وي؛ ځکه، چې د شپې ملکي تلفات نه را منځته کیږي.

د سرتیريعید محمدپه وینا؛ د ژوند تر وروستۍ شېبې به له کندز ښار څخه دفاع وکړي.

په کندوز ښار کې جګړه شپږ ورځنۍ شوه او پلپسې نښتو د خلکو ژوند ټکنی کړی؛ لومړني خدمات په ټپه دریدلي، ښار له خلکو تش شوی او اوس هم معلومه نه ده، چې کله به دغه ښار عادي حالت پیلوي.

About Ariana News

Check Also

طالبانو د غزني په جاغوري کې پرمختللې وسلې کارولي- محقق

(Last Updated On: نوومبر 13, 2018) د اجرايي ریاست دوه یم مرستیال وايي، چې وسلوالو …