عاجل خبرونه

په کندوز کې تندرنومي پیل شوي پوځي عملیات بریالي روان دي

(Last Updated On: September 04, 2016 11:28 am)

vlcsnap-2016-09-04-11h25m05s90

د روان کال له پیل سره سم په کندوز کې د وسلوالو طالبانو تحرکات بیا زیات شوي دي. که څه هم دغلته د وسلوالو د ځپلو لپاره  څو پیل شوي عملیات بې پایلې پای ته رسیدلي دي.

د لوی درستیز مرستیال مراد علي مراد، چې کندوز ته تللی له نویو پیل شویو عملیاتو خبر ورکوي.

د هغه په وینا، په تندر عملیاتو کې، چې د شنبې په ورځ له غرمې وروسته پیل شوي، د تېر په پرتله بریالي روان دي.

هغه زیاتوي، تندر پېنځلس عملیات د ملي اردو د ځانګړیو ځواکونو له ملاتړه برخمن دي.

 هغه په ډاګه کړې؛ دا عملیات به د دې سبب وګرزي، چې کندز د سولې ښار اعلام شي.

ښاغلی مراد دغه عملیات د امنیتي او دفاعي ځواکونو بې مخینې او پراخې پوځي هڅې بولي.

افغان ځواکونه، چې تازه له کابل څخه کندوز ته رسیدلي وایي، د طالبانو خلاف به جدي مبارزه او جګړه وکړي.

دغه ځواکونه وایي؛په دغو عملیاتو کې به ټولې هغه سیمې له وسلوالو پاکې شي،چې تر کنترول لاندې یې دي.

د یادونې وړ ده، چې په کندوز کې شفق نومي عملیات تېره ورځ تر سره او ځانګړې پایلې ته له رسیدو پرته ودریدل.

About Ariana News

Check Also

پولیسو په ننګرهار ولایت کې د لوی ملي ائتلاف خیمې ټولې کړې

(Last Updated On: September 18, 2018 6:07 pm) د ننګرهار والي ویاند څرګنده کړې، چې …