په کندهار کې دوه رومانیایي سرتېري وژل شوي او یو بل ټپي دی

(Last Updated On: مې 8, 2016)

vlcsnap-2016-05-08-08h54m45s242

د رومانیا دفاع وزارت په ډاګه کړې، چې د افغانستان په کندهار کې د دوی دوه تنه عسکر وژل شوي او یو بل ټپي دی.

د دغه هېواد د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې پېښه د کندهار ښار ته نږدې هغه مهال رامنځته شوه کله، چې رومانيایي عسکرو خپلو افغان ځواکونو ته روزنه ورکوله.

په خبرپاڼه کې د پيښي په اړه نور معلومات نه دي ورکړ شوي؛ خو څرګنده شوې، چې د دې پيښي په اړه  څېړنې رواني دي.

د نړیوالو ځواکونو په یوه اعلامیه کې ښکاره شوې، چې په کندهار کې د دوی پرعسکرو یوه افغان سرتېري مخامخ ډزي کړي؛ خو نړیوالو ځواکونو برید کوونکی هم وژلی دی.

وژل شوي عسکر هر یو پلنتر لولین دومیتریس او سارجنت ادرین ویزرینو نومول شوي او د ټپي عسکر په اړه ویل کیږي، چې جرمني ته به د درملنې له پاره ولیږل شي.

د رومانیا ولسمشر کلاوس او دفاع وزیر د وژل شویو عسکرو کورنیو ته خپله خواشیني څرګنده کړې.

د افغانستان د کورنیو او دفاع وزارت چارواکو تر دې دمه د پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو رسنیو ته په دې اړه په رالیږل شوي پیغام کې ویلي، چې: د کندهار په هوايي ډګر کې د یو افغان سرتېري په برید کې د ناتو ۴ سرتېرو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.

رومانیایي سرتېري له کال ۲۰۰۲ څخه په افغانستان کې دنده لري، چې اوسمهال یې شمېر ۶۳۱ تنه دی.

About Ariana News

Check Also

حکمتیار د لنډمهالي حکومت له جوړیدو او د ولسمشرۍ د ټاکنو له ځنډیدو سره مخالفت څرګند کړ

(Last Updated On: نوومبر 15, 2018) د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د لنډ مهاله …