عاجل خبرونه

په کندهار کي ډېرى دولتي ادارى انحصار غوښتونکیو نیولي

(Last Updated On: اګست 14, 2016)

vlcsnap-2016-08-14-15h48m47s36

د كندهار دولايتي شورا غړي وايي، له تېرو لس کلونو راهیسېد دې ولايت دولتي ادارى پر خپلوانو، ډلو او حزبونو وېشل کيږي، چي دې کار فساد ته ودهورکړې ده.

د كندهار د ولايتي شورا غړیعطاالله عطا وايي؛ حكومت بايد د دغه ولايت په محلي ادارو كې اصلاحات راولي او په هغو ادارو كې نوي او وړ كسان وګوماري، چې له تېرې يوې لسيزې را په ديخوا يې مسوولين نه دي بدل شوي.

ددوي په وينا؛ دبي کفايتو او بقې تفاوتو مسوولينو له خوا په ادارو کي فساد ته زمينه برابره شوې  او هر مسوول کس د خپل موقف ساتلو له پاره چوکى په پيسو اخلي.

د کمندهار ولایت د ولایتي شورا بل غړی نعمت الله وفا وایي، ددي ولايت د اوبو لګولو، اقتصاد،  د کډوالو چارو، ټولګټو ، کار او ټولنيزو چارو، ښځو چارو، انحصاراتو ، له نشه یي توکو سره د مبارزې اداره، پوهنتون، د ښار او کور جوړولو، چاپيريال ساتنې، د کندهار نړيوال هوايي ډګر او د کليو د پراختيا  رياستونه او د ترافيکو امريت هغه ادارې دي، چي دمسوولينو د دندى موده يېله لس کلونو اوښتې ده.

د كندهار ولايت مرستيال والي عبدالعلي شمسي هم  دغه ستونزه مني او وايي، په دي برخه کي؛ ځکه ستونزه لري، چي د لوړو بستونو ګمارنه په مرکز کي کيږي او د دوى له صلاحيت لوړه خبره ده.

نوموړى وايي، په دي اړه يي په وار وار مرکز ته وړانديزونه کړي؛ خو هغوى تر اوسه کوم اقدام ندى کړى.

ويل كيږي،په تېرو پېنځه کلونو کي يوازي په کندهار کي  زرګونه ځوانانله لوړو او مسلکي زدکړو فارغ شوي؛ خو تراوسه دولت ورته هيڅ دکار زمينه نده پرابره کړې.

دا په داسې حال کې ده، چې نن په ملي شورا کې ولسمشر غني د ځوانانو د تمثیلي پارلمان پرانسته وکړه او دا هیله یې وښوده، چې ځوانان به له دې وروسته د هېواد د امنیت ، پرمختګ او غوره حکومتولۍ په اړه جدي پرېکړې د هېواد پارلمان ته سپاري.

خبریال : بريالي رحيمي

About Ariana News

Check Also

اجرائیه رییس عبدالله د ايران له ولسمشر سره لیدلي

(Last Updated On: سپتمبر 25, 2018) د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس داکتر …