عاجل خبرونه

په کندهار کي د افغان توليداتو درې ورځنی نندارتون جوړ شو

(Last Updated On: November 19, 2015 4:27 pm)

nendaton

د افغان تولیداتو په نندارتون كې، چې نن پرانستل شو؛ د كندهار او نورو ولايتونو  څخه پېنځه ويشت توليدي كمپنيو خپل توليدات نندارې ته کيښودل.

په دې نندارتون كې خوراكي توكي، كرنيز، برښنايي وسايل او بېلابېلې جامې ايښودل شوي دي.

د نندارتون چاري د افغان ولسي ټولني له لوري سمباليدلې، چي د كندهار ولايت،  د سوداگرۍ خونې، د صنعتکارانو ټولنې او يو شمېر نورو ادارو يې ملاتړ او همکاري کوله.

د نندارتون  سمبالوونكی اود افغان ولسي ټولني مسوولحکمت الله افغانوايي، په نندارتون کي د هېواد د مرکز تر څنگ د ولايتونو پېنځه ويشت لويو کمپنيو خپل توليدات ننداري ته وړاندي کړي وه، چې۷۰۰۰  کسانو ترې ليدنه وكړه.

په نندارتون کي د افغان توليداتو پلورنکي او پيريدونکي  دا ډول نوښتونه گټور بولي او په دې برخه کي د موسساتو او دولت د همکارۍغوښتنه کوي.

په كندهار كې توليدي شركتونه وايي، چې دا ډول نندارتونونه خلكو ته د افغانستان تولیدي توكو په ورپېژندلوكې ښه رول لوبوي.

خبریال: دبريالي رحيمي.

About Ariana News

Check Also

د هند اعلان شوې مرستې به د اقتصادي پراختیا لامل شي

(Last Updated On: September 20, 2018 4:55 pm) د هېواد د سوداګرۍ نړیوالې خونې مسوولین …