عاجل خبرونه

په کندز کې د عامه وژنې د څېړنې پلاوي کار پیل کړ

(Last Updated On: November 07, 2016 11:21 am)

capture2-300x175

کندز ته د ولسمشرۍ لخوا د دفاع وزارت د مرستیال هلال الدین هلال په مشرۍ لیږل شوي پلاوي د ۳۲ عامو کسانو د وژنې او د ۲۷ نورو د ټپي کیدو په اړه، چې څو ورځې وړاندې د دې ولایت د بوز کندهاري په سیمه کې بمبارد شوي؛ څېړنې پیل کړې؛ دغه پېښه یې بوږنوونکې ګڼلې او ټینګار کوي، چې پېښه به په هراړخیزه توګه وڅېړي او هغه کسان، چې په دنده کې یې  بې  پروایي  کړې د مجازاتو لپاره ولسمشر ته  وروپېژندل شي.

که څه هم د پلاوي څېړنه وخت نیسي؛ خو په هر اړخیزه توګه به د زیانمنو کورنیو غږ ولسمشر ته ورسوي او هغه سیمه ییز چارواکي، چې په بې پروایۍ او بې تفاوتۍ تورن شوي د قانون له مخې مجازات شي.

د کندز والي اسد الله عمرخېل د پنجشنبې د ورځې د بمبارد په پېښه کې د وژل شویو کسانوشمېر ۳۲ او ټپیان، چې ښځې او ماشومان هم په کې دي ۲۷ کسه ښيي.

نوموړی له لیږل شوي پلاوي غواړي، چې پېښه په هر اړخیزه توګه وڅېړي.   

بله خوا سلګونه کسانو لاریون کړی او د اعتراض په توګه یې حکومت ته درې ورځنی ضرب العجل ټاکلی، چې د بمبارد عاملین ونیسي،  مجازات یې کړي او ټپیان یې تر بشړې درملنې لاندې راشي.

اعتراض کوونکي وايي، چې بمبارد شوې سیمه د جګړې له ډګره ۷۰ متره لیرې پرته ده.

لاریونکوونکي ګواښ کوي؛ که یې غوښتنو ته مثبت ځواب ونه ویل شي، پر پراخو لاریونونو به لاس پورې او شمال ولایتونو ته غزیدلې لارې به وتړي.

دا، چې تر دې دمه د پېښې سیمه له طالبانو سره ده؛ پوښتنه دا ده، چې لیږل شوی پلاوی به د ځپل شوې سیمې له لیدو پرته څنګه وکولی شي، چې رامنځته شوې پېښه وڅېړي؟  

ښاغلی هلال وایي، چې د رښتیاوو د څرګندولو لپاره هره ممکنه وسیله کاروي او پېښه به بشپړه رڼه کړي.  

خبریال : نصرت الله ابراهیمي

About Ariana News

Check Also

د هند اعلان شوې مرستې به د اقتصادي پراختیا لامل شي

(Last Updated On: September 20, 2018 4:55 pm) د هېواد د سوداګرۍ نړیوالې خونې مسوولین …